IQNA

د عراق د قرآن د میرمنو  په ملي سیالیو کې د  حسيني  حرم د حافظانو ځلا  

15:14 - November 17, 2025
د خبر لمبر: 3492023
 ایکنا – د حسيني مقدس  آستان د دارالقرآن حافظانې په عراق کې د ښځو د قرآن د اوومو(۷)  عمومي  سیالیو په ترڅ کې ځلیدلې او د لومړنیو درجو ګټونکې شوي دي.

 ایکنانیوز له   عراقه راپور راکړی،، د آستان مقدس حسيني د قرآني رسنیو مرکز مسئول، وسام نذیر الدلفي، وویل: دغه سیالۍ د عراق د ۱۰ ولایتونو په  پراخ ګډون سره ترسره شوې، چې پکې بصره، ذی‌قار، دیوانیه، بابل، بغداد، نجف، کربلا، صلاح‌الدین او واسط ولایتونه شامل وو. د  حسینی مقدس آستان  د دارالقرآن د ښځینه حافظانو ګډون له نظره د شمېر او فني کچې په دواړو اړخونو کې د پام وړ ؤ.

هغه زیاته کړه: د بر لاسه میرمنو  د درناوي مراسم د عسکریین   امامیّن علیهم السلام  د حرمینو په رواق کې په معنوي فضا کې ترسره شول، او د ارزونې کمېټې د ګډونوالو لوړه  کچه او د دې پروګرام د بریالي ترسره کولو لپاره شوې هڅې وستایلې.

الدلفي څرګنده کړه: په پای کې د «حفظ» او «تلاوت» برخو کې غوره کسانو ته جایزې ورکړل شوې.

دعاء میثم عبد زید د بابل له څانګې څخه د حفظ په برخه کې لومړۍ شوه،

میعاد سعید خمیس د بصرې د صادق له څانګې څخه دویمه شوه،

له  همدې څانګې څخه زینب حنون خلف درېیمه مقام ترلاسه کړ.

هغه زیاته کړه:   په تلاوت کې بیا:

د بصرې د صادق له سیمې څخه  ستار جبار دویم مقام ترلاسه کړ،

معصومه عباس حطیحط د همدې سیمې څخه دریم مقام خپل کړ.

د یادونې وړ ده چې د ښځو د قرآن د حفظ او تلاوت اوومې سیالۍ د عراق د ملي علومو  قرآني مرکز په نوښت سره  د پنجشنبې او جمعې په ورځ، یعنی د لړم یا  عقرب دمیاشتې په  ۲۲ او ۲۳ مه، د سامرا په عسکریین حرمیَن  کې    ترسره شوې.

د دې دورې شعار و: «د عراق نمایندګي؛ د ټولو لپاره ویاړ» په نامې سره  ؤ .

د سیالیو موخه د هغو غوره کسانو ټاکل وو چې د عراق په استازیتوب به په نړیوالو قرآني سیالیو کې ګډون کوي. په دې سیالیو کې د مقدماتي پړاو د لومړنیو کسانو ترمینځ سیالي وشوه.

دغه سیالۍ د عراق د شیعه اوقافو د ادارې د  مشر حیدر حسن الشمري په څارنې سره  ترسره شوې، او د عراق د مقدسو آستانونو او دیني زیارتونو د ښځینه قرآني مرکزونو ګڼ شمېر حافظانو او قاریانو په کې ګډون وکړ.

https://iqna.ir/fa/news/4317183

captcha